Jump to content

یوزف ګوبلز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یوزف ګوبلز
یوزف ګوبلز

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
برلين [۲][۳]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت نازي جرمني

جرمني [۳]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

قد 1.65 متر   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
وزن 63 کيلوګرامه   ويکيډاټا کې (P2067) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند نازي ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه پېښليک [۳]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
یوزف ګوبلز

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

پاول یوزف ګوبلز (زوکړه: د ۱۸۹۷ زکال د اکتوبر ۲۹ مه – مړینه: د ۱۹۴۵ زکال د مۍ لومړۍ نېټه) نازي جرمنی سیاستوال و چې په نازي ګوند کې د برلین سیمه ئیز مشر، د نازي ګوند د تبلیغاتو مشر او بیا له ۱۹۳۳ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې په رایش دولت کې د تبلیغاتو د وزارت وزیر و. نوموړی د اډولف هېټلر یو له نږدې او سرسختو ملاتړو څه و او په لویو غونډو کې یې د وینا کولو د مهارتونو او د یهودانو پر ضد د سخت دریځو لیدلورو لرلو له امله چې د هغه په ښکاره څرګندونو کې څرګند وو شهرت یې درلود. نوموړی د شدید تبعیض، له دې ډلې په هلوکاسټ کې د یهودانو د له منځه وړو ملاتړی و.

ګوبلز چې هیله یې لرله لیکوال شي، په ۱۹۲۱ زکال کې یې د متن پوهنې (فیلولوژي) په څانګه کې د دوکتورا سند له هایډلبرګ پوهنتون څخه ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۲۴ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو او د هغو په شمالي څانګه کې یې له ګرګور شتراسر سره کار وکړ. ګوبلز په ۱۹۲۶ زکال کې د برلین سیمه ئیز مشر وټاکل شو او همدلته یې د خپل ګوند او د هغو د پروګرامونو په ګټه له تبلیغاتو څخه ګټنه وکړه. په ۱۹۳۳ زکال کې واک ته د نازي ګوند له رسېدو وروسته د ګوبلز تر مشرۍ لاندې د تبلیغاتو وزارت په چټکۍ سره په خبري رسنیو، هنرونو او نازي جرمني ته په نورو اړوندو اطلاعاتو کنټرول رامنځته کړ. نوموړي په ځانګړې توګه د تبلیغاتي موخو لپاره د راډیو او فلم له نسبتا نویو رسنیو څخه په ګټنې کې مهارت درلود. د ګوندي تبلیغاتو په موضوعاتو کې سام دښمني (له یهودانو سره مخالفت)، په عیسوي کلیسا ګانو باندې نیوکې او (د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته) د انګېزې د رامنځته کولو هڅې شاملېدلې.

په ۱۹۴۳ زکال کې ګوبلز په هیټلر باندې فشار اچولو ته مخه کړه څو داسې چارې ترسره کړي چې د «بشپړې جګړې» لامل وګرځي، په دغو چارو کې د ټولو هغو سوداګریو تړل چې د جګړې د هڅو په برخه کې اساسي نه وې، په کاري قوه کې د ښځو استخدام او په ورماخت (د جرمني وسله وال پوځ) کې د نارینه و استخدام شامل و چې وړاندې ترې معاف و. په پایله کې هېټلر د ۱۹۴۴ زکال د جولای په ۲۳ مه نوموړی په بشپړه جګړه کې د رایش بشپړ اختیار لرونکی استازی وټاکه او په دې سره ګوبلز د وسلو د جوړولو په برخه او همدارنګه په وسله وال پوځ کې د استخدام د کچې زیاتولو په موخه ډېرې نابریالۍ هڅې وکړې.

د جګړې د پای او د نازي جرمني د ماتې په رانږدې کېدو سره د هغه مېرمن ماګدا ګوبلز او ماشومان یې په برلین کې له ده سره یوځای شول. هغوی د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۲۲مه د هېټلر خوندي پټن ځای یا وربنکر تکوۍ ته ولاړل. هېټلر د اپرېل په ۳۰مه ځان وژنه وکړه او د هېټلر د وصیت له مخې ګوبلز د هغه د ځای ناستي په توګه د جرمني لومړی وزیر شو. نوموړي د یوې ورځې لپاره په دغه څوکۍ کار وکړ. راتلونکې ورځ ګوبلز او مېرمنې یې په زهرو سره د خپلو شپږو ماشومانو له مسموم کولو وروسته ځان وژنه وکړه.

په نازي ګوند کې فعالیت

[سمول]

ګوبلز د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۴ زکال کې له اډولف هېټلر او نازیسم سره لیوالتیا پیدا کړه. د ۱۹۲۴ زکال په فبروري میاشت کې د خیانت په تور د هېټلر محاکمه د ۱۹۲۳ زکال د نومبر میاشتې د ۸-۹ مې نیټې پر مهال د واک ترلاسه کولو په موخه د هغه د نابریالیو هڅو له امله پیل شوه. دغه محاکمه په پراخه کچه د مطبوعاتو له خوا تر پوښښ لاندې ونیول شوه او هېټلر ته یې یو تبلیغاتي بستر جوړ کړ. هېټلر په پنځه کاله بند محکوم شو خو د ۱۹۲۴ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه له څه باندې یوکال بند وروسته را خوشی شو. ګوبلز تر ډېره پورې د هېټلر د کاریزماتیک شخصیت او همدارنګه د هغه باورونو ته د ژمنتیا له امله له نازي ګوند سره لیوالتیا پیدا کړه. نوموړی همدغه کال له نازي ګوند سره مل او د دغه ګوند ۸۷۶۲ مه شمېره غړی شو. د ۱۹۲۴ زکال په وروستیو کې ګوبلز د خپلو خدماتو راپور کارل کافمن ته چې د راین – روهر سیمې لپاره د نازي ګوند مسئول و وړاندې کړ. کافمن نوموړی له ګرګور شتراسر سره مخ کړ چې د جرمني په شمال کې د نازي ګوند د چارو مخکښ تنظیم کوونکی و او هغه هم نوموړی د ګوند په اونیزه کې د کار په موخه استخدام کړ او همدارنګه یې د ګوند د سیمه ئیز دفتر د سکرتریت چارې مخته وړې. وروسته له دې نوموړي د ګوند د ویاند او همدارنګه د راینلڼد – وسټفالن لپاره د استازي په توګه کار وکړ. شتراسر د ۱۹۲۵ زکال د سپټمبر په ۱۰مه ملت پاله سوسیالیستي کارګري ټولنه تاسیس کړه، هغه لنډ مهالې ډله چې د شمالي او لویدیځ جرمني دوولسو ګوندي مسئولینو یې غړیتوب درلود. ګوبلز په دوه اونیو کې د خپرېدونکې ان اس – بریفې (NS-Briefe) مجلې سوداګریز مسئول او کتونکی وټاکل شو. شتراسر ته د اړوندې شمالي ګوندي څانګې غړو له دې ډلې ګوبلز په مونیخ کې هېټلر ته د اړوندې خپلې سیالې ډلې په نسبت مخکښ سوسیالیسي لیدلوری درلود. شتراسر د ګوندي پالیسیو په ډېری برخو کې له هېټلر سره مخالفت درلود او د ۱۹۲۶ زکال په نومبر میاشت کې یې په هغو باندې بیا کتنه پیل کړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

هېټلر د شتراسر چارې د خپل ځواک پر وړاندې ګواښ وبللې او د ګوبلز په ګډون یې ۶۰ سیمه ئیز مشران د ګوند د  مشر سره په فرانکوني کې د یولیوس شترایشر په سیمه کې د بامبرګ ځانګړې غونډې ته راوبلل، چېرې چې نوموړي د شتراسر د پروګرامونو د رد کولو اړوند دوه ساعته وینا وکړه. هېټلر د شمالي څانګې له سوسیالیسي تمایلاتو سره مخالف و او څرګنده یې کړه چې دا «د جرمني د سیاسي بولشویک کېدو» لامل ګرځي. له دې سربېره به «هېڅ شاهزاده، یوازې جرمنان» او یو قانوني سیسټم «زموږ د غارت لپاره د یهودي استثماري سیسټم... پرته» شتون ولري. راتلونکې به د ځمکو په نیولو، نه د پخوانیو اشرافو څخه د مالکیت په سلب کولو، بلکې په ختیځ کې به یې د سیمو په استعمار جوړو. ګوبلز د هېټلر له خوا د «یو یهودي جوړښت» په توګه د سوسیالېزم له توصیف او همدارنګه له دې چې نازي دولت به خصوصي مالکیتونه مصادره نه کړي حیران پاتې شو. هغه د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکلي: « زه نور په هېټلر بشپړ باور نه لرم. دا ډېره وحشتاکه ده: زما داخلي ملاتړ له منځه تللی». [۴][۱۵][۱۶]

ګوبلز زما د جګړې تر عنوان لاندې د هېټلر د کتاب له لوستلو وروسته ځان «د مارکسېزم د یهودي دوکتورینو» پر بنسټ د هېټلر له ادعا سره موافق ولید. د ۱۹۲۶ زکال په فبروري میاشت کې ګوبلز د «لینین یا هېټلر؟» تر عنوان لاندې وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې کمونېزم یا مارکسېزم نه شي کولای جرمني وګړي وژغوري، خو باوري و چې دا کولای شي په روسیې کې «سوسیالیستي ملت پاله دولت» رامنځته کړي. په ۱۹۲۶ زکال کې ګوبلز د نازي – سوزي (Nazi-Sozi) تر عنوان لاندې رساله خپره کړه او په هغو کې یې هڅه کړې وه د ملي سوسیالېزم او مارکسېزم ترمنځ توپیرونه تشرېح کړي. [۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118540041  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118540041  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118540041 — د نشر نېټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۴
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Kershaw 2008، م. 169.
  5. Kershaw 2008، م. 167.
  6. Longerich 2015، م. 61.
  7. Manvell او Fraenkel 2010، م. 46.
  8. Manvell او Fraenkel 2010، مم. 40–41.
  9. Manvell او Fraenkel 2010، م. 33.
  10. Longerich 2015، مم. 36, 37.
  11. Evans 2003، مم. 196, 199.
  12. Kershaw 2008، مم. 133–135.
  13. Kershaw 2008، مم. 127–131.
  14. Longerich 2015، م. 36.
  15. Longerich 2015، م. 66.
  16. Kershaw 2008، مم. 168–169.
  17. Reuth 1994، م. 66.
  18. Longerich 2015، م. 63.
  19. Goebbels 1927.