نورمن فینکلسټین
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
استوګنځی | |
زدکړنځی |
Princeton University (en) — Binghamton University (en) — École pratique des hautes études (en) — James Madison High School (en) |
ژبې | |
دنده | لړۍ...
political scientist (en) — تاریخ پوه — ليکوال — university teacher (en) — د بشري حقونو فعال — academic (en) [۶] |
عمومي مالومات | |
---|---|
قومي ډلې | |
غړی د | |
دین |
د معماري سټایل |
---|
وېبپاڼه |
normanfinkelstein.com (انګرېزي ژبه) |
---|
نورمن ګری فینکلسټین (زوکړه: د ۱۹۵۳ زکال د ډسمبر ۸مه نېټه) امریکايي سیاست پوه او فعال دی چې څېړنې یې تر ډېره پورې د هلوکاسټ او د اسرائیلو او فلسطین د جګړې سیاسي موضوعاتو ته اړوندېږي.
نورمن د ۱۹۵۳ زکال پر مهال په نیویارک ښار کې وزیږېد. مور او پلار یې له هلوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي یهودان و. هغه د بېنګهامټون په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د پرېنسټون پوهنتون څخه یې د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. ده له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې په ډي پاول پوهنتون کې د مرستیال ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه او سربېره پر دې د بروکلېن کالج، راټګرز پوهنتون، هنټر کالج او د نیویارک د پوهنتون د علمي پلاوي غړی و. په ۲۰۰۶ زکال کې د ډي پاول پوهنتون ادارې د نوموړي د دایمي استادۍ اړوند رایه ورکړه، خو هغه دغه څوکۍ ترلاسه نه کړه او له پوهنتون سره یې د یو لړ ناڅرګندو شرایطو له مخې خپله استعفا ورکړه. [۱۱][۱۲]
فینکلسټین په ۲۰۰۰ زکال کې د «هلوکاسټ د صنعت» په نامه اثر لیکلو له امله شهرت وموند، ده په دغه کتاب کې ادعا کړې چې د هلوکاسټ یو شمېر خاطرې په اسرائیلو باندې د نیوکو څخه د مخنیوي کوونکې «ایډیالوژیکې وسلې» په توګه کارول کیږي. دی د اسرائیلو یو له منتقدینو څخه و او له همدې امله په ۲۰۰۸ زکال کې دغه هېواد ته د تګ څخه ۱۰ کاله بند شو. نوموړی اسرائیل یو «یهودي برتري غوښتونکی دولت» بولي او څرګندوي چې دغه دولت د فلسطیني وګړو پر وړاندې د اپاراتاید جرمونه ترسره کوي. هغه په خپل یو کتاب کې د شخصي راپورونو پر مټ د اسرائیلو تر اشغال لاندې د فلسطینیانو وضعیت د نازیانو له وحشت سره پرتله کړی. د نورمن وروستی کتاب د فلسطین او اسرائیلو موضوع ته اړوند د غزه: د هغو د شهادت اړوند څېړنې (Gaza: An Inquest into Its Martyrdom) تر عنوان لاندې دی. [۱۳][۱۴][۱۵]
لومړنی ژوند او زده کړې
[سمول]نورمن فینکلسټین د ۱۹۵۳ زکال د ډسمبر په ۸مه نېټه په نیویارک ښار کې د هاري او مریلا (کورنی نوم یې هوسیت) فینکلسټین په کورنۍ کې وزیږېد. د ده والدین د هلوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي یهودان وو. مور یې په وراسا کې لویه شوې وه او د وارسا له ګتو پاڅون او د اجباري کار له مایدانک کمپ څخه ژوندۍ راوتلې وه. پلار یې هم له دواړو وارسا ګتو پاڅون او اشویتز کمپ څخه ژوندی راوتی و. دوی دواړو له جګړې وروسته د اتریش په لینز کې د بې کوره وګړو په یوه کمپ کې ولیدل او بیا یې متحده ایالاتو ته کډه وکړه، چېرې چې د ده پلار د یوې کارخونې کارګر او مور یې په پیل کې د کور مېرمن خو وروسته بیا کتاب ساتونکې شوه. د نورمن مور یوه کلکه سوله غوښتونکې وه. دوی دواړه په ۱۹۹۵ زکال کې مړه شول. [۱۶][۱۷][۱۸]
نورمن د خپلو والدینو اړوند ویلي چې «دوی نړۍ ته د نازيانو د هلوکاسټ له نظره کتل. دوی د تل لپاره د شوروي اتحاد پوروړي و (ځکه چې د نازیاتو ماته هغوی ته اړونده بلل کیږي) او له همدې امله یې له هر هغه چا څخه بد وړل چې له شوروي سره مخالف وو». دوی د اسرائیلو د هېواد په جوړېدو کې د شوروي اتحاد له هوکړې ملاتړ وکړ؛ هماغه ډول چې اندریویچ ګرومیکو ویلي چې یهودانو د یو دولت د لرلو حق ترلاسه کړ، خو اسرائیلو خپله روح په لویدیځ وپلوره. [۱۹]
نورمن د نیویارک د بروکلین په بورو پارک او میل باسین سیمو کې را لوی شو او د جیمز مډیسون په عالي لیسه کې یې زده کړې وکړې. ده په خپلو خاطراتو کې ویلي چې ما د خپلې مور غصه د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو د عام وژنې پر مهال احساس کړه ځکه چې دا خپله په دویمه نړیواله جګړه کې د نسل وژنې شاهده وه. د هغه د ماشومتوب یو ملګري ویلي چې «د کیڼ اړخو انسان پالونکو موخو په برخه کې د هغه د مور عاطفي پانګونه د عصبي شاک تر کچې وه». ده «[د هغې] غصه خپله کړه، هغه ځانګړنه چې د ده پر باور د ویتنام د جګړې اړوند د خبرو پر مهال «نه زغم کېدونې» شوه او هغه یې «له توو څخه د مقدس» لیدلوري لرونکی کړ چې اوس مهال پرې خواشینی دی». خو نورمن د خپلې مور د لیدلوري جذب – د ژوندانه د دوام لپاره د اخلاقي غصې له احساس څخه ځان ساتل – یو فضیلت بولي. ورپسې د نوام چوامسکي د اثارو لوستلو هغه د خپلې مور د هغو اخلاقي علایقو کارونې ته اړ کړ چې ده ته یې د هغو وصیت کړی و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
نورمن د ۱۹۷۴ زکال پر مهال په نیویارک کې له بېنګهامټون پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه او له هغو وروسته یې په ۱۹۷۹ زکال کې د پاریس په پي اس ال (École Pratique des Hautes Études) پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې. دی له نوې ځوانۍ څخه یو سخت دریځی ماوېست و چې د ۱۹۷۶ زکال پر مهال د څلور کسیزې ډلې (Gang of Four) د محاکمې د خبر اورېدو په شدیده توګه خواشینی کړ او له امله یې دې پرېکړې ته ورسېد چې لار یې ورکه کړې ده. ده خپله ویلي چې له دې امله درې اونۍ په بستر کې و. [۲۵][۲۶][۲۷]
ده په ۱۹۸۰ زکال کې د ماسټرۍ سند او په ۱۹۸۸ زکال کې یې د پرینسټون پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. نورمن د في بتا کاپا ټولنې غړی دی. د ده د دکتورا تیزس په یهودیت باندې و. وړاندې له دې چې دی علمي دندې ته مخه کړي په نیویارک کې زده کړو ته د شا کړو ځوانانو سره د مرستې په برخه کې نیم مهاله ټولنیز مرسته کوونکی و. [۲۸][۲۹]
د نورمن په خپله خبره د اسرائیلو او فلسطین په شخړه کې یې ونډه د ۱۹۸۲ زکال پر مهال وروسته له هغه پیل شوه چې ده او یو شمېر نورو یهودانو په نیویارک کې په لبنان باندې د اسرائیلو د برید پر ضد لاریون وکړ. ده د دغه لاریون پر مهال یو بنر له ځانه سره درلود چې پرې لیکل شوي وو: «د وارسا ګتو د پاڅون، اشویتز او میدانک څخه د ژوندیو پاتې شوو زوی چوپ نه پاتې کیږي: نازي اسرائیلیانو – په لبنان کې هلوکاسټ ودروئ!».[۳۰][۳۱]
د فلسطین د لومړنۍ انتفاضې یا ډبرین انقلاب پر مهال ده له ۱۹۸۸ زکال راوروسته هر اوړی په باختري کرانه کې د الخیل او بیت صحور د سیمو د فلسطیني کورنیو د مېلمه په توګه تېرولې او دلته یې په یو سیمه ئیز ښوونځي کې د انګریزي تدریس کاوه. ده لیکلي چې زما یهودي توب ډیری فلسطینیانو ته کومه ځورونکې چاره نه وه: «دوی په بې تفاوته ډول غبرګون ښود. دغه کلمه چې زه «ښه یم» تر شباب پورې رسېدلې وه او په ټولیز ډول دغه موضوع همدلته پاتې شوه». ده په انتفاضه کې خپل تجارب د فلسطین د ظهور او سقوط (The Rise and Fall of Palestine) تر عنوان لاندې اثر کې ولیکل چې د ۱۹۹۶ زکال پر مهال خپور شو. [۳۲][۳۳]
علمي ژوند
[سمول]فینکلسټین د لومړي ځل لپاره د روټګرز پوهنتون د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د مرستیال ښوونکي په توګه تدریس وکړ (۱۹۷۷ – ۱۹۷۸ زکال)، وروسته بیا په بروکلېن کالج (۱۹۸۸ – ۱۹۹۱ زکال)، هنټر کالج (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ زکال)، نیویارک پوهنتون (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ زکال) او ډی پاول پوهنتون (۲۰۰۱ – ۲۰۰۷ زکال) کې ښوونکی و. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې فینکلسټین په ۲۰۰۱ زکال کې هنټر کالج د دغه کالج د مدیریت له خوا د خپلو درسي ټولګیو د زیاتوالي او د امتیازاتو د کمښت له امله پرېښود. ده ویلي چې په هنټر کې یې له تدریس څخه خوند اخیست او هغه مهال له کالج څخه وویستل شو چې ده له دغه کالج څخه وغوښتل په سمستر کې یوازې دوه ټولګيو ته درس ورکړي او د کال ۱۲۰۰۰ ډالر معاش واخلي. هنټر کالج له ده څخه په اونۍ کې څلور ورځې تدریس غوښت چې د ده پر باور دا ناشونې وه. فینکلسټین د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ زکلونو پر مهال په ترکیه کې د سکاریا پوهنتون د منځني ختیځ د انستیتیوت ښوونکی و. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: https://www.cilecenter.org/about-us/our-team/dr-norman-finkelstein.
- ↑ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6f31rpb. Subject named as: Norman Finkelstein. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Babelio. Babelio author ID: 186812. Subject named as: Norman G. Finkelstein. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ CONOR.SI ID: 130775907. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.theguardian.com/world/2008/may/26/israelandthepalestinians.usa.
- ↑ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 133325415. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: datos.bne.es. Retrieved: ۲۶ اپرېل ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX1603119. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opendemocracy.net/en/opendemocracyuk/american-jewish-scholar-behind-labour-s-antisemitism-scanda/.
- ↑ ذکر کېدنه: يوټيوب. YouTube video ID: 7xv5QmyCO0I. اثر ژبه: multiple languages. ليکوال: Steve Chen.
- ↑ "Illinois: Resignation in Jewish Dispute". The New York Times. Associated Press. September 6, 2007. نه اخيستل شوی August 9, 2020.
- ↑ "Joint statement of Norman Finkelstein and DePaul University on their tenure controversy and its resolution". DePaul University. September 5, 2007. Archived from the original on January 15, 2015.
- ↑ Finkelstein, Norman (2003). The Holocaust Industry: Reflections on the Exploitation of Jewish Suffering ((2nd ed.) ed.). Verso. p. xi.
- ↑ Hiltermann, Joost (1997). "Review of The Rise and Fall of Palestine: A Personal Account of the Intifada Years". Middle East Journal. 51 (4): 610–611. ISSN 0026-3141. JSTOR 4329127.
- ↑ Friel 2013، م. 179.
- ↑ Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. pp. 127–129. ISBN 978-0-7876-9533-0.
- ↑ "Ha'aretz on The Holocaust Industry". Normanfinkelstein.com. Archived from the original on August 14, 2012. نه اخيستل شوی November 13, 2011.
- ↑ Holden, Stephen (February 10, 2010). "Is This a Man Who Sheds Light, or Simply Sets Fires". The New York Times. Archived from the original on August 25, 2010. نه اخيستل شوی September 1, 2020.
- ↑ 'The Making of Norman Finkelstein – Reality Asserts Itself (2/4),' The Real News
- ↑ Harris, Ben (December 7, 2007). "Beached: The Coney Island exile of a scholar who would be Noam Chomsky, but isn't. (The Academic Exile of Norman Finkelstein)". New York. Archived from the original on May 16, 2008.
- ↑ Holden, Stephen (February 10, 2010). "Is This a Man Who Sheds Light, or Simply Sets Fires". The New York Times. Archived from the original on August 25, 2010. نه اخيستل شوی September 1, 2020.
- ↑ Finkelstein, Norman G. (May 13, 2006). "Haunted House". Monthly Review. نه اخيستل شوی September 1, 2020.
It was only many years later after reading Noam Chomsky that I learned it was possible to unite exacting scholarly rigor with scathing moral outrage; that an intelligent argument didn't have to be an intellectualizing one.
- ↑ Finkelstein, Norman G. (May 13, 2006). "Haunted House". Monthly Review. نه اخيستل شوی September 1, 2020.
It was only many years later after reading Noam Chomsky that I learned it was possible to unite exacting scholarly rigor with scathing moral outrage; that an intelligent argument didn't have to be an intellectualizing one.
- ↑ Swaim 2015.
- ↑ Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. pp. 127–129. ISBN 978-0-7876-9533-0.
- ↑ Smith, Jordan Michael (July 7, 2015). "An Unpopular Man". The New Republic. نه اخيستل شوی August 9, 2020.
- ↑ Samuels, David (June 11, 2012). "Q&A: Norman Finkelstein". Tablet. نه اخيستل شوی August 9, 2020.
- ↑ Chomsky, Noam (2002). "The Fate of an Honest Intellectual". Understanding Power. The New Press. pp. 244–248. Archived from the original on October 9, 2004.
- ↑ Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. pp. 127–129. ISBN 978-0-7876-9533-0.
- ↑ "The American Jewish scholar behind Labour's 'antisemitism' scandal breaks his silence". openDemocracy. نه اخيستل شوی October 2, 2020.
- ↑ American Radical – The Trials of Norman Finkelstein پر يوټيوب باندې
- ↑ American Radical – The Trials of Norman Finkelstein پر يوټيوب باندې
- ↑ Norman Finkelstein (1990). "Bayt Sahur in Year II of the Intifada: A Personal Account". Journal of Palestine Studies. 19 (2): 62–74. doi:10.2307/2537413. JSTOR 2537413.
- ↑ "Illinois: Resignation in Jewish Dispute". The New York Times. Associated Press. September 6, 2007. نه اخيستل شوی August 9, 2020.
- ↑ Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. pp. 127–129. ISBN 978-0-7876-9533-0.
- ↑ Holden, Stephen (February 10, 2010). "Is This a Man Who Sheds Light, or Simply Sets Fires". The New York Times. Archived from the original on August 25, 2010. نه اخيستل شوی September 1, 2020.
- ↑ 'The Making of Norman Finkelstein – Reality Asserts Itself (5/8),' Archived January 15, 2015, at the Wayback Machine. Norman Finkelstein.com January 15, 2015. 11:45 minutes onward.
- ↑ Smith, Jordan Michael (July 7, 2015). "An Unpopular Man". The New Republic. نه اخيستل شوی August 9, 2020.
- سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه
- Pages using YouTube with unknown parameters
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P551 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P172 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P135 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي