لئوکامنف
لئوکامنف | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | مسکو |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم [۱] |
تابعیت | روسي سترواکي |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
لئوبوریسووېچ کامنف (۱۸ جولای ۱۸۸۳- ۲۵ اګست ۱۹۳۶ زکال) انقلابي بلشویک او او د شوروي له مخکښو سیاستوالو و.
کامنف د داسې مور او پلار ماشوم و چې دواړه په انقلابي سیاستونو کې ښکېل و، له همدې امله وړاندې له دې چې خپله انقلابي شي، د مسکو په امپریال پوهنتون کې یې زده کړې وکړې، په ۱۹۰۱ زکال کې د روسیې له سوسیال دیموکرات کارګر ګوند سره یوځای شو او په مسکو، سن پترزبرګ او تلفیس (اوسني تلفیس) کې فعال و. هغه د روسیې د ۱۹۰۵ زکال په ناکام انقلاب کې ونډه لرله. کامنف له هېواده بهر په کډه کولو سره په ۱۹۰۸ زکال کې د بلشویکانو یو له لومړیو غړو او د تبعید شوي ولادمیر لینین له نږدې کسانو وګرځېد. په ۱۹۱۴ زکال کې سن پترزبرګ ته په بېرته راګرځېدو ونیول شو او سایبریا ته تبعید شو، خو وروسته له هغه چې په ۱۹۱۷ زکال کې د فبروري انقلاب تزاري پاچاهي راوپرځوله، بېرته هېواد ته راستون شو. په ۱۹۱۷ زکال کې هغه د لنډ مهال لپاره د شوروي روسیې د د دولت مشرۍ په معادله کچه خدمت وکړ. کامنف د اکتوبر انقلاب پر مهال د لینین د وسله وال پاڅون مخالف و، خو د لنډ مهالي دولت له سقوط وروسته هم د واک په ځایګی کې پاتې شو. په ۱۹۱۹ زکال هغه د لومړنۍ سیاسي کمېټې غړی وټاکل شو.
د ۱۹۲۳-۱۹۲۴ زکلونو په ترڅ کې د لینین د وروستۍ ناروغۍ پر مهال کامنف د شوروي اتحاد واکیال رهبر و چې له ګریګوري زینوویف او ستالین سره یې د لئون تروتسکي د راپرځولو په موخه درې اړخیز اتحاد رامنځته کړ. ستالین واک ته له رسېدو وروسته خپلو پخوانیو متحدینو ته مخه کړه او کامنف یې د شوروي اتحاد له رهبرۍ ګوښه کړ. هغه له زینوویف سره یوځای درې ځله له ګونده وایستل شو. کامنف په ۱۹۳۵ زکال کې د سرګئی کیروف له ترور وروسته ونیول شو او په ۱۹۳۶ زکال کې د ۱۶ کسانو په محاکمه کې چې د لویې تصفیې پیل و، تورن وبلل شو او د اګست په ۲۵ مه په ډزو اعدام شو. هغه په تصادفي ډول له سرګي کامنف سره په یوه ورځ چې له هغه سره یې کومه اړیکه نه لرله، مړ شو.
لومړی ژوند او مسلک
[سمول]کامنف د لئو روزنفلد په نوم په مسکو کې وزېږېد. هغه د ریل د پټلۍ د یو یهودي کارګر چې روسي ارتدوکس مسیحیت یې منلی و او روسي قوم ته د اړوندې مسیحي ارتدوکس مېرمنې زوی و. د هغه مور او پلار دواړه په راډیکال سیاست کې فعال و. پلار یې هغه سرمایه چې د باکو – باتومي ریل پټلۍ په جوړولو کې ترلاسه کړې وه، د هغه په زده کړو ولګوله. کامنف د ګرجستان په تفلیس (اوسني تفلیس) کې د هلکانو جمنازیوم او بیا د مسکو پوهنتون ته لاړ؛ چېرې چې هغه په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل شو. په ۱۹۰۲ زکال کې د هغه نیول کېدل د هغه د رسمي زده کړو د قطع کېدو لامل وګرځېدل. له دغه ځای وروسته هغه د یو حرفوي انقلابي په توګه فعالیت وکړ او په پلازمېنه سن پترزبورګ، مسکو او تفلیس کې فعال و. هغه په دغه دوره کې په ځان کامنف تخلص کېښود. د ۱۹۰۰ مې لسیزې په لومړیو کې هغه له اولګا برونشتاین سره چې د هغه مارکسیستي همکاره وه ( هغه د لئون تروتسکي خور وه چې ځانته یې جلا تخلص ټاکلی و) واده وکړ. دغې جوړې دوه زامن لرل. [۲]
کامنف په ۱۹۰۱ زکال کې له سوسیال دیموکراتانو سره یوځای شو. هغه د لنډې مودې لپاره په ۱۹۰۲ زکال کې له هېواده بهر سفر درلود چې په دغه سفر کې یې له یو شمېر تبعید شوو روسي سوسیال دیموکراتانو لکه ولادمیر لینین سره ولیدل او د هغه له پلویانو او نږدې کسانو وګرځېد. هغه همدارنګه له پاریس نه لیدنه وکړه او له ایکسرا ډلې سره چې ورځپاڼې یې خپرولې ولیدل. د سوسیال دیموکرات کارګر ګوند په درېیم کانګرس کې له ګډون وروسته د ۱۹۰۵ زکال په مارچ کې روسیې ته بېرته راوګرځېد، څو په سن پترزبرګ کې د ۱۹۰۵ زکال د اکتوبر- ډسمبر میاشتو په انقلاب کې ونډه واخلي.[۳]
نوموړی د RSDLP ګوند په پنځم کانګرس کې د ګډون په موخه لندن ته لاړ، چېرې چې هغه د ګوند د مرکزي کمېټې او د بلشویکي مرکزیت غړیتوب د ۱۹۰۷ زکال په مۍ میاشت کې ترلاسه کړ، خو وروسته له هغه چې بېرته روسیې ته راوګرځېد ونیول شو. وروسته له هغه چې په ۱۹۰۸ زکال کې له بند خوشی شو، هغه له خپلې کورنۍ سره د یاد کال په وروستیو کې له هېواده بهر کډه شو، څو له لینین سره د بلشویکي مجلې پرولتاریا په مدیریت کې مرسته وکړي. وروسته له هغه چې لینین له بل مخکښ بلشویکي رهبر الکساندر بوګدانوف سره مخالف شو، د ۱۹۰۸ زکال په نیمایي کې، کامنف او ګریګوري زینوویف له هېواده بهر د لینین اصلي مرستیالان و. دوی له لینین سره مرسته وکړه ،څو بوګدانف او د هغه اوتزوویست (Recallist) ملاتړي د ۱۹۰۹ زکال تر نیمايي پورې د روسیې د سوسیال دیموکرات کارګر ګوند (RSDLP) له بلشویکي څانګې وباسي.
د ۱۹۱۰ زکال په جنوري میاشت کې لینینېستانو، د بوګدانف ملاتړو او د منشویکانو بېلابېلو ډلو په پاریس کې د ګوند د مرکزي کمیټې ناسته راوبلله او هڅه یې وکړه چې ګوند یو موټی کړي. کامنف او زینوویف د دغه نظر اړوند شک درلود ،خو لېوالتیا یې لرله چې هغه د یو شمېر «خیر غوښتونکو» بلشویکانو، لکه: ویکتور نوګین د فشار له امله یوځل تجربه کړي. لینین په کلک ډول له بیاځلي یووالي سره مخالف و، خو په بلشویکي رهبري کې یې اړوند په زیاته کچه رایې ورکړل شوې وې. ناسته ازمایښتي هوکړې ته ورسېده. د دغې ناستو د یو مفاد په توګه په ویانا کې د تروتسکي له خوا چاپېدونکې درې اونیز اخبار د یو مرکزي بنسټ په توګه د ګوند مالي ملاتړ ترلاسه کړ. د تروتسکی اوښی کامنف د بلشویکانو د استازي په توګه د پراودا د لیکونکو په پلاوي کې ځای وموند. د دغه یووالي لپاره هڅې د ۱۹۱۰ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال چې کامنف د مدیره هئیت د متقابلو تورنو له امله استعفا ورکړه له ماتې سره مخ شوې.
د بیاځلي اتحاد لپاره د هڅو له ماتې وروسته، کامنف د پرولتاریا لپاره کار ته دوام ورکړ او پاریس ته نږدې په Longjumeau کې یې د بلشویکانو په یو ښوونځي کې تدریس وکړ. دغه ښوونځی په کاپری کې د واقع بوګدانف ته د اړوند ګوندي ښوونځي پر ځای د هغو لینینستي ځای نیونکی و. د ۱۹۱۲ زکال په جنوري میاشت کې کامنف له لینین او زینوویف سره مرسته وکړه څو په پراګ کې د بلشویکي استازو کنفرانس متقاعد کړي چې له منشویکانو او اتزوویستانو څخه جلا شي. [۴]
د ۱۹۱۴ زکال په جنوري کې هغه سن پترز برګ ته ولېږل شو، څو د پراودا د بلشویکي نسخې کار او بلشویکي دوما څانګه رهبري کړي. کامنف په نومبر کې ونیول شول او محاکمه شو؛ همالته یې د لینین له جګړې ضد دریځ واټن ونیو. د ۱۹۱۵ زکال په لومړیو کې کامنف سایبریا ته په تبعید محکوم شو؛ هغه هلته دوه کاله تېر کړل او تر هغه هلته و، کله چې په ۱۹۱۷ زکال کې د فبروري د بریالي انقلاب له خوا آزاد شو.
د سایبریا له پرېښودو وړاندې، کامنف وړاندیز وکړ چې تلګرام ولېږي او د تزار له ورور میخایل څخه مننه وکړي چې له تاج او تخت څخه یې ډډه کړې. وروسته هغه په خپل دغه کار دومره وشرمېد چې آن له له لېږلو یې انکار وکړ. [۵][۶][۷][۸][۹]
له تروتسکي سره مخالفت
[سمول]په ۱۹۱۸ زکال کې کامنف د مسکو د شورا رئیس او له هغه ډېر ژر وروسته د د خلکو د کمیسارانو د شورا (حکومت) او د کارګرانو او دفاعي د شورا مرستیال وټاکل شو. د ۱۹۱۹ زکال په مارچ میاشت کې کامنف د لومړۍ سیاسي کمېټې دایمي غړیتوب ترلاسه کړ. د ۱۹۱۷ زکال له انقلاب وروسته او د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال، هغه د خپلې مېرمنې له ورور تروتسکي سره ښې شخصي اړیکې لرلې، خو له ۱۹۲۰ زکال وروسته دغه اړیکې ترینګلې شوې. کامنف د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره د ګریګوري زینوویف نږدې متحد او ملګری و چې آن په ځان غوښتنه کې له هغه مخکښ و.
سرچينې
[سمول]- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Lev-Kamenev
- ↑ Lindemann, Albert S. (1997). Esau's Tears: Modern Anti-Semitism and the Rise of the Jews. Cambridge University Press. p. 430. ISBN 0-521-79538-9.
- ↑ For a key profile of Kamenev search the AQA Oxford History 'Revolution and Dictatorship: Russia 1917–1953' – Pg 18 "key profile of Lev Borisovich Kamenev"
- ↑ See Adam Bruno Ulam. Stalin: The Man and His Era, Boston, Beacon Press, 1973, ISBN 0-8070-7005-X p.112
- ↑ Simon Sebag Montefiore, Young Stalin, p. 262
- ↑ David Evans and Jane Jenkins, Years of Russia and the USSR 1851–1991, Hodder Murray, 2001, p.221.
- ↑ For an account of the discussions within the Bolshevik leadership in November 1917, see Elizabeth A. Wood. The Baba and the Comrade: Gender and Politics in Revolutionary Russia, Indiana University Press, 1997, ISBN 0-253-21430-0 p. 70
- ↑ FROM THE CENTRAL COMMITTEE OF THE RUSSIAN SOCIAL-DEMOCRATIC LABOUR PARTY (BOLSHEVIKS) by V.I. Lenin, Written on November 5 or 6 (18 or 19), 1917, as published in From V. I. Lenin, Collected Works, 4th English Edition, Progress Publishers, Moscow, 1964 Vol. 26, pp. 303–307.
- ↑ V. I. Lenin, LETTER TO BOLSHEVIK PARTY MEMBERS