Jump to content

د مکاو تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مکاو د چین د خلکو د جمهوریت یوه ځانګړې ادارې سیمه (SAR) ده. په ۱۵۵۷ میلادي کال کې پرتګال ته د کال ۵۰۰ ټل سمبولیکې اجارې په توګه د یوې سوداګریزې پوستې په توګه ورکړل شو. که څه هم د چین تر حاکمیت او اقتدار لاندې و، خو پرتګالیانو مکاو د خپلې یوې ریښتینې مستعمرې په توګه په پام کې نیولی و او اداره یې کړ. په ۱۸۴۲ کال کې د چین او بریتانیا تر منځ د نانکینګ د تړون او همداشان په ۱۸۶۰مه لسیزه کې د چین او نورو بهرنیو ځواکونو تر منځ د یو لړ تړونونو له لاسلیک کېدو وروسته، پرتګالیانو هم هڅه وکړه چې ورته تړون په ۱۸۶۲ کال کې لاسلیک کړي، خو چین پر مکاو باندې د حاکمیت په اړه د یوه ناسم پوهاوي له امله هغه و نه منله. خو په کال ۱۸۸۷ کې بالاخره پرتګالیان پر دې وتوانیدل چې چین دې ته اړ کړي چې مکاو د پرتګال یوه برخه ده. مکاو په ۱۹۹۹ کال کې بېرته چین ته ورکړل شو. په دې سره مکاو د اسیا په قاره کې وروستی خاوره وه چې له لاسه یې ووتله.[۱]

لومړنی تاریخ

[سمول]

د مکاو بشري تاریخ ۶۰۰۰ کلونو پخوا ته ورګرځي، چې په کې بېلابېل او متنوع تمدنونه راغلي دي. د انساني کلتور تاریخ یې ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ کلونو پورې رسیږي چې د مکاو د کولاني په ټاپو کې موندل شوي دي.[۲]

د کین سلسلې پر مهال (له میلاد څخه ۲۲۱-۲۰۶ کاله وړاندې) دغه سمه ګوانګډونګ ولایت د نانهای سیمې د پانیو ولسوالۍ تر قلمرو لاندې وه. شواهد ښي چې دلته د لومړي ځل لپاره د هان سلسلې پر مهال خلک واوسېدل. له اداري اړخه دا سیمه د جین په سلسله (۲۶۶- ۴۲۰ میلادي کال) کې ډونګوان تر چتر لاندې وه، خو په را وروستیو سلسلو کې بیا د نانهای او ډونګوان تر کنټرول لاندې وه.[۳][۴][۵][۶][۷]

له پنځمې پېړۍ راهیسې، د سوداګرو بېړۍ چې د سویل ختیځې اسیا او ګوانګژو تر منځ به تلې راتلې له دغې سیمې څخه به یې د پناه اخیستو، تازه اوبو او خوړو لپاره کار اخیست. په ۱۱۵۲ کال کې د سونګ سلسلې پر مهال (۹۶۰ – ۱۲۷۹ میلادي کال) دا سیمه د نوي سیانګشان ولسوالۍ تر قلمرو لاندې وه. په ۱۲۷۷ کال کې، د اټکل له مخې ۵۰۰۰۰ کډوالو د مغول د بریدونو له لاسه دغې سیمې ته وکوچېدل.[۸][۹][۱۰][۱۱]

په مکاو کې د  مونګ ها سیمه د اوږدې مودې لپاره د چینايي ژوند مرکز او د سیمې تر ټولو زوړ معبد و، هغه قبر چې بودايي ګوانین ته وقف شوی و (د رحمت خدای). وروسته د مینګ په سلسله کې (۱۳۶۸ -۱۶۴۴ کال)، د ګوانګډونګ او فوجین له ولایتونو څخه کب نیوونکي مکاو ته مهاجر شول او هلته یې د A-Ma معبد جوړ او په سمندر کې د ارامي لپاره به یې دعا کوله. د Hoko Boat خلک لومړني کسان و چې د سویلي ولایتونو لپاره يې مکاو ته د سوداګریز مرکز په توګه لېوالتیا وښوده. خو بیا هم، مکاو تر هغه مهاله چې په شپاړلسمه پېړۍ کې پرتګالیان ورغلل، د یوه اصلي ښار په توګه یې پراختیا و نه مونده.[۱۲][۱۳]

د پرتګالیانو مېشتیدنه

[سمول]

د کشفیاتو په عصر کې پرتګالي بېړۍ چلوونکو د افریقا او اسیا څنډې کشف کړي. دغو بېړۍ چلوونکو بیا وروسته په ۱۵۱۰ کال کې په ګوا کې یوه پوسته جوړه کړه او په ۱۵۱۱ کال کې یې مالاکا فتحه کړه او سلطان یې د مالایا نیمه ټاپو سویل خوا ته تګ ته اړ کړ، چې له هغه ځایه به سلطان پر پرتګالیانو باندې بریدونه کول. په ۱۵۱۳ کال کې د خورخه الوارس په مشرۍ پرتګالیانو د پیرل سیند په دلتا کې د لنټین په ټاپو کې را ښکته شول. هغوی په دغه ټاپو کې یوه د ډبرو نښه جوړه کړه چې هغه یې د پرتګال د پاچا، لومړي مانویل ټاپو وباله. په همدې کال کې، د هند وایسرای افونسو ډي البوکویرکو، رفایل پریستریلو (د کریستفور کولمبس د کاکا زوی) ته دنده وسپارله تر څو د چین پر خوا ولاړ شي تر څو له هغوی سره سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي. رفایل وکولای شول چې په همدې کال او ۱۵۱۶ کال کې له چینايي سوداګرو سره په ګوانګژو کې سوداګریزې راکړې ورکړې ولري، خو اجازه ور نه کړل شوه چې پر مخ ولاړ شي.

د پرتګال پاچا، لومړي مانویل په ۱۵۱۷ کال کې د ټامي پېریس او فرناو پېریس ډي انډراډي په مشرۍ ګوانګژو ته یو ډیپلوماتیک او سوداګریز ماموریت ولېږه. دا سفارت تر هغه پورې فعال و کله چې سترواک ژینګډي په نانجینګ کې ومړ. وروسته د دې سفارت چارې د چینايي مینګ محکمې له خوا وتړل شوي، ځکه چې په هغه وخت کې یې نوره لېوالیتا نه ورته درلوده. د مینګ محکمې په دې خاطر هم تر اغېز لاندې راغلې وه چې په چین کې یې د پرتګالیانو د ناوړه چلند په اړه رپوټونه تر لاسه کړي و او له بلې خوا د ملاکا تبعید شوي سلطان له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې وه تر څو وکولای شي پرتګالیان له ملاکا څخه وشړي.

په ۱۵۲۱ او ۱۵۲۲ کلونو کې ګڼ شمېر نورې پرتګالي کښتۍ د ټاماو سوداګریز ټاپو ته چې ګوانګژو ته نږدې پروت دی، ورسېدې، خو د مینګ چارواکو له خوا چې اوس یې له پرتګالیانو سره دښمنانه چلند کاوه بېرته وګرځول شوي. پېریس بندي شو او په کانټون کې ومړ.

پرتګالیانو غوښت چې په زور سره سوداګریزې پوستې تر لاسه کړي، خو په ټاماو یا ټوین مون کې د ټونمن په جګړه کې چې په ۱۵۲۱ کې ونښته، پرتګالیانو خپلې دوه کښتۍ له لاسه ورکړي او همداشان د لانټاو په ټاپو کې د سینکووان په جګړه کې پرتګالیانو د مینګ چینایانو له خوا ماتې وخوړه. دې ته ورته په ۱۵۴۸ کال کې په شوانګیو کې ګڼ شمېر پرتګالیان ونیول شول او همداشان په ۱۵۴۸ کال کې د ډونګشان په نیمه ټاپو کې دوه پرتګالي کښتۍ او ګالیوټو پېریرا ونیول شول. د همدې جګړو په درشل کې مینګ چینایانو له ماتې خوړلو پرتګالیانو څخه وسلې په غنیمت ونیولي چې بیا وروسته چینایانو هغه په زیاته پیمانه له سره تولید کړي چې کولای شو د ارکبوس دهن پور ټوپکونه او څرخېدونکي بریچ ټوپکونه یاد کړو چې هغوی به ورته فولانجي (فرانکي) بلل، دا ځکه چې په دغه دوره کې پرتګالیانو د چینایانو په منځ کې د فرانکانو په نوم مشهور و. پرتګالیان بیا وروسته په سوله ییزه توګه چین ته ستانه شول او د لوسو او چین تر منځ تړون (۱۵۴۴) کې یې خپل ځانونه د فرانک پر ځای پرتګالیان معرفي کړل او له چین څخه یې مکاو د کال په سلګونو ټایل (۵۰ ګرامه) نقرې سره په اجاره واخیست.[۱۴]

د مینګ چینایانو او پرتګالیانو تر منځ ښې اړیکې بېرته په ۱۵۴۰مه لسیزه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې پرتګالیانو له چین سره د سمندر پر غاړه د سمندري غلو په له منځه وړلو کې مرسته وکړه. دواړو هېوادونو بیا وروسته په ۱۵۴۹ کال کې د شانګچوان په ټاپو کې کلني سوداګریز ماموریتونه تر سره کول. څو کاله وروسته، د لامپاچاو ټاپو کوم چې د پیرل سیند ډیلټا ته نږدې پروت دی، د پرتګالیانو لپاره په سیمه کې پر مهمې سوداګریزې اډې باندې بدل شو.[۱۵]

د دې هېوادونو تر منځ دیپلوماتیکي اړیکې هغه مهال لا پسې وغوړیدې چې کله په ۱۵۵۴ کال کې د لیونل ډي سوسا هوکړه له کانټوني چارواکو سره لاسلیک شوه. په ۱۵۵۷ کال کې، د مینګ محکمې بالاخره په مکاو کې پرتګالیانو ته د یوې دایمي او رسمي سوداګریزې اډې پر ورکړې باندې رضایت وښود. په ۱۵۵۸ کال کې، لیونل ډي سوسا په مکاو کې دویم پرتګالي والي وټاکل شو.

هغوی بیا وروسته د هغې سیمې شاوخوا چې نن د نام وان په نوم یادیږي ساده ډبرین کورونه جوړ کړل. خو تر ۱۵۵۷ کال پورې چې پرتګالیانو د کال ۵۰۰ ټایل (۲۰ کیلوګرامه) نقره د مکاو د اجارې له اړخه چین ته ورکوله، کومه دایمي هستوګنه یې جوړه نه کړه. خو د همدې کال په وروستیو کې، دلته یو څلور دیواله لرونکی کلی جوړ کړ. د مکاو د اجارې ورکړه په ۱۵۷۳ کال کې پیل شوه. چین پر مکاو خپل حاکمیت وساته او چینايي اوسېدونکي یې د چین د قوانینو تابع و، خو دا خاوره د پرتګالیانو تر مدیریت لاندې وه.  په ۱۵۸۲ کال کې د مکاو د خاورې د اجارې تړون لاسلیک شو او کلنۍ اجاره به د شیانګشان ولسوالۍ ته ورکول کېده. پرتګالیانو تر ۱۸۶۳ کال پورې دا کلنی خراج چین ته ورکاوه تر څو په مکاو کې پاتې شي.[۱۶][۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Robert Nield, "Treaty Ports and Other Foreign Stations in China", Journal of the Royal Asiatic Society, Hong Kong Branch, Vol. 50, (2010), p. 127.
  2. "文章内容". www.macaudata.mo. نه اخيستل شوی 27 January 2023.
  3. "Macau history in Macau Encyclopedia" (په چیني). Macau Foundation. Archived from the original on 13 October 2007. نه اخيستل شوی 12 January 2008.
  4. "15: History" (PDF). Government Information Bureau of the MSAR. Historical records show that Macao has been Chinese territory since long ago. When Qinshihuang (the first emperor of the Qin dynasty) unified China in 221 BC, Macao came under the jurisdiction of Panyu County, Nanhai Prefecture. Administratively, it was part of Dongguan Prefecture in the Jin dynasty (AD 266–420), then Nanhai County during the Sui dynasty (AD 581–618), and Dongguan County in the Tang dynasty (AD 618–907). In 1152, during the Southern Song dynasty, the Guangdong administration joined the coastal areas of Nanhai, Panyu, Xinhui and Dongguan Counties to establish Xiangshan County, thus bringing Macao under its jurisdiction.
  5. Minahan, James B. (2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 169. ISBN 978-1-61069-018-8.
  6. Hao, Zhidong (2011). Macau History and Society. Hong Kong University Press. p. 15. ISBN 978-988-8028-54-2.
  7. Macao Electoral, Political Parties Laws and Regulations Handbook – Strategic Information, Regulations, Procedures. IBP. Inc. 2015. p. 32. ISBN 978-1-5145-1727-7.
  8. davide. "Macau's Early History" (په انګليسي). نه اخيستل شوی 25 March 2021.
  9. Minahan, James B. (2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 169. ISBN 978-1-61069-018-8.
  10. Macao Electoral, Political Parties Laws and Regulations Handbook – Strategic Information, Regulations, Procedures. IBP. Inc. 2015. p. 32. ISBN 978-1-5145-1727-7.
  11. Background Notes, Macau. Bureau of East Asian and Pacific Affairs, U.S. Department of State. 1994. p. 2. نه اخيستل شوی 22 April 2020.
  12. Background Notes, Macau. Bureau of East Asian and Pacific Affairs, U.S. Department of State. 1994. p. 2. نه اخيستل شوی 22 April 2020.
  13. Ride, Lindsay; et al. (1999). The Voices of Macao Stones: The Nanjing Massacre Witnessed by American and British Nationals. Hong Kong University Press. p. 42. ISBN 978-962-209-487-1.
  14. p. 343-344, Denis Crispin Twitchett, John King Fairbank, The Cambridge history of China, Volume 2; Volume 8, Cambridge University Press, 1978, ISBN 0-521-24333-5
  15. Ptak, Roderich (1992), "Early Sino-Portuguese relations up to the Foundation of Macao", Mare Liberum, Revista de História dos Mares, Lisbon (4), archived from the original on 3 March 2016
  16. Fung, Bong Yin (1999). Macau: a General Introduction (په چیني). Hong Kong: Joint Publishing (H.K.) Co. Ltd. ISBN 962-04-1642-2.
  17. Joseph Timothy Haydn (1885). Dictionary of dates, and universal reference. [With] (18 ed.). p. 522. Archived from the original on 5 June 2013. نه اخيستل شوی 4 November 2011. MACAO (in Quang-tong, S. China) was given to the Portuguese as a commercial station in 1586 (in return for their assistance against pirates), subject to an annual tribute, which was remitted in 1863. Here Camoens composed part of the " Lusiad."(Oxford University)