يونۍ
د اوونۍ د پيل دوهمه ورځ
اوونۍ | اکتوبر | لړم | ربيع الثاني | |||
ونۍ | ۱۹ | ۲۸ | ۱۵ | |||
يونۍ | ۲۰ | ۲۹ | ۱۶ | |||
دوه نۍ | ۲۱ | ۳۰ | ۱۷ | |||
درې نۍ | ۲۲ | ۱ | ۱۸ | |||
څلرنۍ | ۲۳ | ۲ | ۱۹ | |||
پينځه نۍ | ۲۴ | ۳ | ۲۰ | |||
جمعه | ۲۵ | ۴ | ۲۱ | |||
يونۍ چې د اوونۍ دوهمه ورځ ده او وروسته له پيلنۍ راځي
په فارسي کې ورته یکشنبه او په عربي کې يوم الاحد نومیږي چې مانا یې لومړۍ ورځ ده. دا په لرغوني مصري، یهودي او هندي حسابونو کې لومړۍ ورځ ده.
يونۍ په اروپا، امریکا او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رخصتي ده. يونۍ عموماً د عیسویانو له خوا مقدسه ورځ ګڼل کیږي.
د پاکستان له جوړېدو راهیسې د يونۍ ورځ په پاکستان کې اونیزه رخصتي وه، وروسته د ذوالفقار علي بوټو حکومت د جمعې په ورځ اونیزه رخصتي وکړه، له ډېرې مودې وروسته د میا محمد نواز شریف حکومت بیا د يونۍ په ورځ رخصتي پيل کړه او بیا هم يونۍ رخصتي ده. په پاکستان کې يونۍ اونيزه رخصتي وي.
پښتو | English |
---|---|
پيلنۍ | Saturday |
يونۍ | Sunday |
دوه نۍ | Monday |
درې نۍ | Tuesday |
څلرنۍ | Wednesday |
پنځه نۍ | Thursday |
ادينه (جمعه) | Friday |